ایکناخبری آژانس د العرب نیوز له قوله راپور راکړ،د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس د سیاسی د فتر مشر اسماعیل هینه د اسلامی او عربی هیوادونو له مشرانو وغوښتل،د صهونیستي رژيم د افراطي کابینې دسیاستونو په وړاندې دې واضح او چورلټ دریځ غوره کړي څو د اسلامی مقدساتو دبې احترامي او دیهودي کولو او دغه راز د فلسطینیانو دحقوقو له چخڼي کولو لاس په سر شي که داسې نه وي نو حالات به تر نه کنټرولیدونکي حده ورسیږي.
اسماعیل هنیه په دغه پیغام کې د الاقصی جومات دژغورلو او ددغه مقدس جومات په ضد د قدس دنیواکګرو د سپيرو پلانونو او تیریو ددرولو لپاره دزغنده اوسملاسي خوځښت غوښته کړې ده .
داپه داسې حال کې دي چې د ارتوډکس کلیسان سرت پادري عطاا..حنا هم په الاقصی جومات د بین یامین نتن د کابینې د یوه افراطي وزیر ایتمار بن ګویر تیری د اسرائیلی رژيم په وسیله د بیت المقدس د ویشلو او یوه محدود ځای باندې د بلولو د سیاستونو دوام وبالۀ او وې وئیل چې دغه چاره به ډیرې خطرناکې پایلې ولري چې باید مخه ئې ونیول شي.